د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون ویلي چې په وروستۍ ناسته کې یې، چې د شنبې په ورځ (د عقرب درېیمه) د ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د اقتصادي مرستیال، په مشرۍ په کابل کې ترسره سوه، ۳۵ پروژې تر ارزونې لاندې نیول سوې دي. د دې کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې له دې شمېر پروژو څخه ۸ پروژې له بدلونونو سره تصویب سوې، ۲۲ پروژې وروستی تائید سوې، او ۵ پروژې د تدارکاتي نیمګړتیاوو له امله د بیا کتنې لپاره بېرته استول سوې دي.
تصویب سوو پروژو کې لاندې برخې شاملې دي: د استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو جوړول، د ولسوالیو ترمنځ د سړکونو جوړول، د میدان وردګ د لوړو زده کړو د موسسې د لیلیې ودانۍ جوړول، او په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د وېش او انتقال د پروژو بشپړول.
د طالبانو د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ویلي چې د دغو پروژو موخه د هېواد د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا او د عامه خدمتونو ښهوالی دی، او د دغو پروژو ټول لګښتونه به له کورنۍ بودیجې تمویل سي. کارپوهان وایي، که دغه پروژې په شفاف او مؤثر ډول عملي سي، نو کولای سي د خلکو د ژوند پر اقتصادي وضعیت، په ځانګړي ډول د لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو پر معیشت مثبت اغېز ولري.
خو دوی ټینګار کوي چې د مستقلو څارونکو نهادونو نشتوالی د پروژو د څارنې او کیفیت د تضمین په برخه کې لا هم اندېښنې راولاړوي. دا په داسې حال کې ده چې څلور کاله وړاندې طالبان د ډېرو زیربنایي پروژو د درېدلو او تخریب یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېدل، او په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې وې، آن د مکتبونو د جوړېدو اجازه یې نهورکوله.







