طالبانو د ۳.۳ میلیارده افغانۍ په ارزښت ۶ زیربنایي پروژې تصویب کړې

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ ترسره سوه، د اوبو رسولو، بریښنا او سړک جوړونې په برخه کې شپږ زیربنایي پروژې په مجموعي ډول د ۳.۳ میلیارده افغانۍ په ارزښت تصویب سوې.
طالبانو د ۳.۳ میلیارده افغانۍ په ارزښت ۶ زیربنایي پروژې تصویب کړې

د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون په وروستۍ غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ ترسره سوه، شپږ زیربنایي پروژې په مجموعي ډول د ۳.۳ میلیارده افغانۍ په ارزښت تصویب سوې. دغه غونډه د یکشنبې په ماښام ترسره سوه، پر ۱۸ پروژو غور سوی وو، خو په پای کې یوازې ۶ پروژې ومنل سوې.

د رسمي اعلامیې له مخې، منظور سوې پروژې په لاندې ډول دي: د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ کې د اوبو ذخیره بند جوړول، د پروان ولایت د بگرام ولسوالۍ څخه تر کوه‌صافي پورې سړک جوړول، د جوزجان ولایت د قوش‌تیپه او درزاب ولسوالیو ته د بریښنا رسول، د مختلفو ولایتونو پاتې بریښنا انتقال او توزیع پروژې بشپړول.

د طالبانو چارواکي دا اقدامات د هېواد د اقتصادي ودې او زیربنایي پیاوړتیا په لور ګامونه بولي، خو ځینې څارونکي خبرداری ورکوي چې د شفافیت، خپلواکه نظارت او بې‌طرفه ادارو د نشتوالي له امله، په دې پروژو کې د فساد او سرچینو ناوړه استفادې احتمال سته.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x