د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پیغام کې ویلي دي چې د یکشنبې ورځ، ۲۶ د دلو، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت، د عمومي رخصتۍ ورځ ده.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ ، ۲۲ دلو، په اعلامیه کې ویلي چې دا ورځ په رسمي تقویم کې د عمومي رخصتۍ په توګه ثبت سوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د شوروي ځواکونه په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته ننوتل او نږدې د نهه کلونو پوځي حضور وروسته، په ۱۹۸۹ کال کې له دې هېواد څخه ووتل .



