د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو اقتصادي معینیت ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ انکشافي پروژې منظورې کړې دي. د طالبانو د اقتصادي معینیت د رسنیو دفتر د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، د دې ۱۱ پروژو د تصویب سربېره، په نورو ۱۵ پروژو کې تعدیلات راوستل سوي، د یوې پروژې قرارداد لغوه سوی او یوه بله پروژه بېرته اعاده سوې ده.
منظور سوې پروژې په لاندې برخو کې دي: د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د یتیمتپې د تحکیماتو نهم لات، د غور ولایت د هوايي ډګر د رنوې ترمیم، د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتنې او مراقبت قراردادونه، په بغلان ولایت کې د دهنهٔ غوري له لارې د شاوخوا ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، په پکتیکا ولایت کې د زرګرانو – ګردېز سړک جوړول، د شمال د دولتي سکرو د کانونو شرکت لپاره د معدني تجهیزاتو پېرل، د افغان تور دولتي شرکت لپاره د اړتیا وړ وسایطو اخېستل، د قرباغ او مقر څخه تر شاهجوي پورې د سبسټېشنونو جوړول او نصب، د موسهي ولسوالۍ لپاره د برېښنا رسولو، نصب او مونتاژ پروژه، او په کابل ولایت کې د باریکاب ۲۲۰ کیلوولټه سبسټېشن د سروې، ډیزاین او ټېسټ قرارداد. د طالبانو اقتصادي معینیت وایي چې دا پروژې د هغو انکشافي برنامو برخه ده چې موخه یې په بېلابېلو ولایتونو کې د ترانسپورتي، انرژۍ او عامه خدماتو بنسټونه پیاوړي کول دي.


