طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د سرو زرو د قاچاق په تور د څلورو چینایانو د نیولو اعلان وکړ

طالبان از بازداشت چهار شهروند چینی در میدان هوایی کابل به اتهام قاچاق طلا خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست ویاند عابدالله فاروقي په ټولنیزه شبکه ایکس کې اعلان وکړ چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې څلور چینایي اتباع د ۶۷۸ ګرامه خام سرو زرو د قاچاق په تور نیولي دي.

د هغه په ​​وينا، دغو کسانو هڅه کوله چې دا اندازه سره زر له کابل څخه چين ته انتقال کړي.

په کابل کې د چین سفارت د دې پیښې په اړه د دې لیکنې تر وخته پورې غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو اعلان وکړ چې د دې قضیې په اړه څېړنې روانې دي.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې طالبانو مخکې اعلان کړی و چې دوی په ۱۴۰۳ کال کې د کابل هوايي ډګر او د هېواد د پولو له لارې د ۳۵۱ کیلوګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق په مخنیوي کې بریالي شوي دي.

بیشتر بخوانید:  طالبان: زموږ له استازي پرته د افغانستان په اړه هره پرېکړه بې مانا ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه