طالبانو د ښځو د غږونو خپرول په بشپړ ډول منع کړل

طالبان نشر صدای زنان را در رادیوها به طور کامل منع کردند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې د کندهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په سیمه ییزو رسنیو نوي محدودیتونه لګولي دي.

د دې خبرتیا له مخې، په راډیويي پروګرامونو او راپورونو کې د ښځو د غږونو خپرول په بشپړ ډول منع دي، او په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو د پیغامونو خپرول هم منع دي.

سربېره پردې، طالبانو د عامې روغتیا وزارت له رسمي اجازې پرته د درملو، کاسمیټیک کریمونو، پوډرو او کلینیکونو او روغتونونو د اعلاناتو خپرول منع کړي دي.

همدارنګه، هغه راډیو خبریالان چې د راپور ورکولو لپاره کندهار ښار او ولسوالیو ته سفر کوي باید له دې ادارې څخه اجازه ترلاسه کړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د کړکېچ په اړه اوازې له حقیقته لرې دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه