طالبانو د چرسو کرنه په ټول افغانستان کې منع کړه

هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، په خپل وروستي فرمان کې د چرس یا “بنګ” د بوټي کرنه په ټول افغانستان کې منع اعلان کړې ده. د دغه فرمان له مخې، هېڅوک اجازه نه لري چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري، او که څوک سرغړونه وکړي، کروندې به یې له منځه يوړل سي او مسئول کسان به ونیول سي.
طالبانو د چرسو کرنه په ټول افغانستان کې منع کړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر، په خپل تازه فرمان کې د بنګو د بوټي کرنه په ټول افغانستان کې منع اعلان کړی ده. ددغه امر له مخې، هېڅ وګړی په خپله مځکه کې د بنګو د کرني اجازه نه لري، او د سرغړونې په صورت کې به کروندې ورانې کړل سي او کرکوونکي به ونیول سي.

په امر کې دا هم راغلي دي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د دوی نورې څارونکې او پلټونکې ادارې مکلفې دي چې سرغړونکي وپېژني، ونیسي او محکمې ته یې وسپاري.

دا امر د نشه‌يي توکو د کرني د کمولو لپاره د طالبانو د تګلارې د لړۍ یوه برخه ده؛ خو بیا هم نړیوالو ادارو اندېښنه ښوولې ده چې یوازې د تریاکو او بنګو پر کرنه بندیز لګول، د صنعتي نشه‌يي توکو لکه ښیښې (میتامفیتامین) د جوړېدو او قاچاق د ډېرېدو سبب ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې که څه هم د تریاکو کرنه ښکاره کمه سوی ده، خو په افغانستان کې د ښیښې جوړونه په بې‌ساري ډول زیاته سوي ده ؛ هغه څه چې په سیمه او نړۍ کې د یوې نوې او غټې خطرې په توګه یادېږي.

د چارو پوهان باور لري چې د نشه‌يي توکو د اقتصاد سره رښتینې مبارزه یوازې هغه وخت کامیابه کېدای سي، چې د بدیلې کروندې اسانتیاوې، اقتصادي فرصتونه او د خلکو لپاره د کار او ګټې لارې برابرې کړل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x