د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د هوايي حریم د پرلهپسې نقض او د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د شپې په ۱۲ بجو د ځایي وخت له مخې پای ته رسېدلي او د طالبانو د سرچینو په وینا، بریالي وو.
د طالبانو دفاع وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې که پاکستان بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړي، د دې ډلې وسلهوال به د خپل حریم د دفاع لپاره پرېکنده ځواب ورکړي.
دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو شخړې او نښتې زیاتې سوې دي او دواړه لوري یو بل د سرحدي حریم د نقض او د وسلوالو ډلو د ملاتړ په تور نیسي.