د ننګرهار په تورخم کې د طالبانو د سرحدي چارواکي وايي، د پاکستان له زندانونو ۲۳ افغان بندیان خوشي شوي او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د چارواکو په وینا، دغه کسان له راستنېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي. باید وویل شي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7935
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7935
منتشر شده در ۱۲:۱۰ - حوت ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email