د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت اعلان کړی چې د ټولنیزو رسنیو هغه کاروونکي چې د دوی په وینا په “غیرقانوني او غیر اخلاقي” فعالیتونو کې ښکیل دي، قانوني تعقیب به ورسره وشي.
د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ټینګار وکړ چې د “خلکو د افکارو او باورونو له منځه وړلو” لپاره د سایبر سپیس کارول جرم دی او دا اداره به اړوند پاڼې وپیژني او بلاک به یې کړي.
دا پریکړه د بشري حقونو فعالینو او کاروونکو له خوا د اندیښنې وړ غبرګون سره مخ شوې، ځکه چې دوی باور لري چې د دې عمل اصلي هدف د بیان آزادي محدودول او په سایبر سپیس کې د منتقدینو غږونه ځپل دي.
له هغه وخته چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې واک ترلاسه کړ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو فشار زیات شوی دی، او دا فرمان د سانسور د زیاتوالي په لور یو بل ګام دی.