طالبانو د ولنتاین لمانځنه د اخلاقي زوال نښه وبلله.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند وایي چې د ولنتاین ورځ، یا د مینې ورځ، «د اخلاقي زوال او د لوېدیځ کلتور د پېروي نښه» ده.
طالبانو د ولنتاین لمانځنه د اخلاقي زوال نښه وبلله.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ سیف خیبر ، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند وایي چې د ولنتاین ورځ، یا د مینې ورځ، «د اخلاقي زوال او د لوېدیځ کلتور د پېروي نښه» ده.

سیف خیبر، د اېکس د ټولنیزې شبکې په یوه لیکنه کې ادعا کړې چې ولنتاین هغه ورځ ده چې یوازې د لنډ مهال لپاره د رواني غوښتنو د ارامولو او د غریزو د پوره کولو په موخه ارزښت مومي. هغه د افغانستان د یو شمېر اوسېدونکو له لوري د دې ورځې د لمانځنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که یو ځوان دا ورځ ولمانځي، نو د ده په وینا «د نفساني غوښتنو پیروي یې کړې ده.»

د فبرورۍ ۱۴مه په نړۍ کې د ډېرو هېوادونو له خوا د مینې او محبت د ورځې په توګه لمانځل کېږي او د خاوند او مېرمنې، دوستانو او د کورنۍ د غړو ترمنځ د مینې د څرګندولو ورځ ګڼل کېږي. د دې ورځې ریښه د سنت والنتاین له یاد سره تړاو لري؛ هغه مذهبي شخصیت چې په لرغوني روم کې د وخت د امپراتور د امر خلاف یې د ځوانو جوړو پټ ودونه کول او وروسته اعدام سو.

نن سبا په بېلابېلو هېوادونو کې دا ورځ د ګلانو، چاکلیټو او د مبارکۍ کارتونو په راکړي ورکړي لمانځل کېږي او د مینې، دوستۍ او مننې نښه بلل کېږي. په افغانستان کې هم ځینې ښاریان دا ورځ د خپلو مېرمنو او کوژدونو سره د مینې د څرګندولو فرصت ګڼي.

خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د نورو ټولنیزو محدودیتونو تر څنګ، د دې ورځې پر لمانځنه هم محدودیتونه لګولي دي. راپورونه ښايي چې په ځینو مواردو کې د دې ډلې د امر بالمعروف ځواکونه د سخت چلند له لارې، په ځانګړي ډول د ځوانانو او جوړو له خوا د اړوندو مراسمو مخه نیولې ده.

ځینې ښاریان وایي چې په وروستیو کلونو کې د امر بالمعروف ځواکونو په همدې ورځ د دوکانونو او رستورانتونو مخې ته ګزمې کوي څو د مراسمو د جوړېدو مخه ونیسي. مخکې له دې هم د هرات له ښار څخه راپورونه ورکړل سوي وو چې د «ترقي» پارک، چې د رستورانتونو او ګل پلورنځیو د راټولېدو ځای دی، پر ځینو ګل پلورنځیو د «ولنتاین منع دی» په نوم لیکنې لګېدلې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x