طالبانو د هېواد په شمال کې د افغان–تاجیک نفتې حوزه د سروې د پیل خبر ورکړ

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په شمال کې د «افغان–تاجیک» نفتې حوزې د سروې کار د یو ازبکستاني شرکت له خوا پیل سوی دي.
طالبانو د هېواد په شمال کې د افغان–تاجیک نفتې حوزه د سروې د پیل خبر ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په شمال کې د «افغان–تاجیک» نفتې حوزې د سروې کار د یو ازبکستاني شرکت له خوا پیل سوی دي.

  دې وزارت د چهارشنبې په ورځ ، د ۶ حوت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پروژه د بلخ ولایت په درې بلاکونو کې تر څېړنې لاندې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په بلاکونو محمدجان، احمدآباد او شمر کې د ازبکستاني شرکت «آویزسیز» له خوا د دوه‌بعدي لرزه‌پيژندنې سروې کار پیل سوی دی. د طالبانو په وینا، د دې درې نفتې بلاکونو مجموعي مساحت ۷۶۱۷ کیلومتره مربع ته رسیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان–تاجیک نفتې حوزه د هېواد په شمال کې له لویو او تثبیت سویو نفتې حوزه‌ګانو څخه شمېرل کېږي. د دې حوزې له ۱۱ بلاکونو څخه، په اوسني وخت کې یوازې یاد درې بلاکونه د تخنیکي سروې په پروګرام کې شامل سوي دي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد د څو لویو کانونو د استخراج او سروې لپاره قراردادونه او پروګرامونه په کار اچولي دي .

په مقابل کې، د هیواد ځینې وګړي او نیوکه کوونکي وايي چې د طالبانو د نړیوالې پیژندنې د نشتوالي په نظر کې نیولو سره، د دې ډلې استخراج او قراردادونه له حقوقي او مشروعیتي پوښتنو سره مخامخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x