طالبانو د نفت او ګاز د خپلواکې ادارې د جوړېدو خبر ورکړ

طالبانو اعلان کړی چې د طالبانو د مشر له منسوب فرمان سره سم، د افغانستان د نفت او ګاز د سرچینو د مدیریت د تمرکز، د کاري اغېزمنتیا د لوړولو او د اړوندو فعالیتونو د منظمولو په موخه، د «نفت او ګاز خپلواکه اداره» رامنځته کېږي.
طالبانو د نفت او ګاز د خپلواکې ادارې د جوړېدو خبر ورکړ

طالبانو اعلان کړی چې د طالبانو د مشر له لوري د منسوب سوي فرمان پر بنسټ، د افغانستان د نفتو او ګازو د سرچینو پورې اړوند فعالیتونو د منظم کولو په موخه د «نفت او ګازو خپلواکه ادارې» په جوړولو کار روان دي.

د طالبانو د چارو ادارې رئیس، نورالحق انور، ویلي چې د دغه فرمان له مخې به شاوخوا اته ریاستونه او همدارنګه یو شمېر وزارتونه او ادارې چې تر دې وړاندې د نفت او ګاز په سکتور کې په بېلابېلو او پراخو جوړښتونو کې فعالیت کاوه، په نوي جوړښت کې سره مدغم سي.

د طالبانو د چارو ادارې رئیس زیاته کړه چې د دې ادارې د جوړولو موخه د فعالیتونو تمرکز، د کار د موثریت زیاتوالی او د هېواد د نفت او ګاز د سرچینو منسجم او منظم مدیریت دی.

د آمو دریا حوزه د افغانستان په شمال کې د نفت او ګاز له سترو حوزو څخه شمېرل کېږي، او د نړیوالو بنسټونو د ارزونو له مخې، ښايي په دې حوزه کې شاوخوا ۹۶۲ میلیونه ُبشکې خام نفت او نږدې ۵۲ ټریلیون مکعب فوټه طبیعي ګاز د استخراج وړ وي.

طالبانو په تېرو څو میاشتو کې له دې حوزې څخه استخراج سوي زرګونه ټنه نفت، د میلیونونو ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

همدارنګه طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل په ۱۹مه، د سرپل ولایت د قشقري سیمې د نفتو استخراج هم پیل کړ.

د دې ادارې جوړېدل په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي د افغانستان کورنۍ سرچینې لا ډېرې فعاله کړي، څو د دولت بودجه تأمین او پر بهرنیو مرستو خپله اتکا کمه کړي. تر اوسه د دې ادارې د جوړښت، صلاحیتونو او د مشرتابه د غړو په اړه نور جزیات نه دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x