طالبانو د موټر چلولو د الکترونیکي جواز د ورکولو اعلان وکړ

طالبانو د موټر چلولو د الکترونیکي جواز د ورکولو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه کې اعلان کړی چې ډېر ژر به په افغانستان کې د برېښنايي موټر چلولو جواز صادر شي. دا ګام په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه اخیستل کېږي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې دغه برېښنايي جوازونه له نړیوالو معیارونو سره برابر دي او ډېر ژر به د موټر چلوونکو لاسونو ته ورسېږي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به په ترافیکي پېښو کې کموالی او په سړکونو کې نظم ښه شي. دا اقدام په افغانستان کې د دولتي سیستم د عصري کولو په لور یو مهم ګام ګڼل کیدای شي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو دفاع وزیر: له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x