د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۹) په مراکش کې د شوې زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مراکش کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په تړاو د مراکش له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.”
دا په داسې حال کې ده چې د مراکش په مرکز کې د ریښتر په کچه د ۶،۶ درجې زلزلې وروسته تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.