د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د ټولنیزو شبکو یوه برخه فلټر سوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپچټ کاروونکو لاسرسی له پرون راهیسې ګډوډ سوی او دا شبکې یوازې د فلټرشکن په وسیله کارول کېدای سي.
باخبره سرچینې وایي، دا محدودیتونه زیاتره د مخابراتي شرکتونو د سیمکارتونو پر انټرنېټ تطبیق سوي دي.
د کابل او هرات اوسېدونکو راپور ورکړی چې د کورني انټرنېټ له لارې لا هم دا شبکې کارېدلی سي، خو د «سلام»، «روشن»، «افغان بېسیم» او «اتصالات» شرکتونو انټرنېټ محدود سوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې اقدام رسمي دلیل نهدی وړاندې کړی، خو مخکې یې د بلخ ولایت د فایبر نوري انټرنېټ د پرېکون هدف «د منکراتو مخنیوی» بللی وو.
دا محدودیتونه د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو پر لاسرسي د پراخ بندیز یوه برخه ده چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له نیمایي راهیسې پیل سوې او پکې د ټیکټاک او پابجي بندیز، او د څو ولایتونو د فایبر نوري پرېکون هم شامل دي؛ نړیوال سازمانونه دا اقدامات د بشري حقونو سرغړونه او د سانسور د زیاتېدو هڅه بولي.