طالبانو د فلسطینیانو او لبنانیانو د وژلو د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه

طالبانو د فلسطینیانو او لبنانیانو د وژلو د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملی ټلویزیون د راپور له مخې امیر خان متقی د مسکو په غونډه کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره د سیمې او نړۍ له نفوذ لرونکو لوبغاړو څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو او لبنانیانو د وحشیانه وژنې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي. هغه زیاته کړه: دغه وحشیانه وژنې د دغو جنایتونو د دوام د مخنیوي او په سیمه کښې د سولې او ثبات د رامینځته کولو لپاره جدي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري. متقي په دوام کښې وویل: د صهیونیسټي رژیم له خوا د غزې د مظلومو خلکو د بې رحمانه وژلو په مخنیوي کښې د نړیوالو حکمونه ناکام شوي دي. هغه زیاته کړه: د اسرائیلو جنایتکار او قاتل رژیم تل هر اړخیز ملاتړ لری نو پکار ده چې د سیمې هیوادونه د دغه رژیم په وړاندې متحد شی.

بیشتر بخوانید:  اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x