د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د سرپل ولایت د قشقري له سیمې څخه استخراج سوي ۱۸ زره ټنه خام نفت د داوطلبۍ له لارې په ۱۰.۵ میلیونه ډالرو پلورل سوي دي.
دې وزارت د یکشنبه په ورځ د قوس ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نفتو ددې اندازې ټولیز ارزښت د ۱۰.۵ میلیونه ډالرو شاوخوا اټکل سوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د نفتو دغه پلور د شفافیت د پلي کېدو او د هېواد د طبیعي سرچینو څخه د عایداتو د ترلاسه کولو په چوکاټ کې ترسره سوی او هڅې روانې دي چې ورته پروسې د نورو سرچینو لپاره هم تطبیق سي.
د قشقري نفتلرونکی حوزه د افغانستان له مهمو نفتې سرچینو څخه شمېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې استخراج زیات سوی دی. طالبانو له خپل بیاځلي واکمنېدو وروسته، د طبیعي سرچینو په تېره بیا د نفتو او سکرو استخراج او پلور د خپلو مهمو عایداتي سرچینو په توګه معرفي کړي دي.
خو له بلې خوا، نړیوالو بنسټونو څو ځله د شفافیت د نشتون، د خپلواکو څارنیزو میکانیزمونو د نه موجودیت او د طبیعي سرچینو د عایداتو د غیر ملي لارو د کارونې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.



