د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده په یوه فرمان کې عبدالقاهر ادریس د احصایې او معلوماتو عمومي ریاست مشر وټاکه. همداسې، د احصایې او معلوماتو عمومي ریاست پخوانی مشر فقیر محمد زیار د دې ډلې د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا مشر وټاکل شو. د دې حکم له مخې، مولوي شریف الله د فراه ولایت د امنیه قومندان په توګه وګمارل شو. د طالبانو مشر همدا راز غلام الرحمن کاظم د اوبو رسولو او فاضلاب شرکت مشر او غلام رسول احسانی د فراه ولایت د استیناف محکمې مشر وټاکله.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10452
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10452
منتشر شده در ۱۴:۳۶ - سنبله ۲۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email