د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو مشر په نوي حکم کې د پخواني حکومت ټول هغه حکمونه چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه صادر شوي وو، لغوه اعلان کړل. د طالبانو د عدلیې وزارت دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چي د دغه حکم له مخې، د طالبانو د غړو او یا له دغې ډلې سره د همکارۍ پر وړاندې د تېر حکومت د محاکمو ټولې پرېکړې لغوه شوې دي. د دغه حکم په متن کې راغلي، هغه کسان چې په تېر حکومت کې په مجازاتو، تر قانوني تعقیب لاندې او یا هم د شکمنو او مجرمینو په توګه ثبت شوي، نور په دې حکمونو کې شامل نه دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113926
۱ میاشت پیش
شماره خبر 113926
منتشر شده در 1:45 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email