د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د حوت په ۲۵مه، په یوه اعلامیه کې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د سرحدي پولې د ټاکلو تړون ملاتړ وکړ او دا یې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فکتور وباله.
طالبانو ټینګار کړی چې دوی په منځنۍ اسیا کې د تلپاتې سولې او همکارۍ ملاتړ کوي.
د طالبانو د دریځ دا اعلان دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قرغزستان ولسمشر سادیر جباروف د پولې د ټاکلو تړون لاسلیک کړ، او د اوږدې مودې کړکېچ پای ته ورسولې.
طالبان، چې لا یې نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، هڅه کوي چې په سیمه ییزو پرمختګونو کې ډیر مهم حضور ولري.