د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د وروستی درېمیاشتنی راپور، په غبرګون کې دا راپور «بېبنسټه او د باور وړ نه» بللی او له خلکو یې غوښتي چې د دې راپور موندنو ته پاملرنه ونه کړي.
د یاد وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، ادعا کړې چې د یوناما راپور د افغانستان له واقعي حالاتو سره هېڅ تړاو نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي خپلې ټولې چارې د اسلامي شریعت او نافذه کورنیو قوانینو په چوکاټ کې ترسره کوي.
خیبر هر ډول بېاجازې نیونې، تاوتريخوالي او له شرعي اصولو څخه خلاف چلند رد کړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو راپورونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو کېږي.
خو د یوناما په راپور کې راغلي چې په زابل ولایت کي د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو ښځې په عامه ځایونو کې له ګرځېدو منع کړې دي، او هغه ښځې چې د سهار د سپورټي فعالیتونو لپاره له خپلو کورونو وتلې وې، د یاد وزارت د کارکوونکو له خنډ او ممانعت سره مخ سوي دي.
یوناما همدارنګه ویلي چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۵۲۰ تنه د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو له خوا په بېاجازې ډول نیول سوي دي، او ۵۰ پېښې د ناوړه چلند ثبت سوې دي، چې پکښې وهلټکول، ګواښونه او سپکوونکی چلند له ښځو او نارینهوو سره شامل دي.
د دې راپور له مهمو مواردو څخه یو هم د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره یوې انجلۍ نیونه ده، چې د جبري واده له مخالفت وروسته د طالبانو د محکمې له خوا نیول سوې او لا هم په بند کې ساتل کېږي.
په تېرو څلورو کلونو کې، د افغانستان د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو نږدې ټول راپورونه د طالبانو له لوري رد سوي دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو بیا بیا خبرداری ورکړی چې محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو پر وړاندې، په څرګند ډول زیات سوي او د افغانستان ټولنیزه فضا په سخت ډول نوره هم محدوده سوې ده.




