د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو په یوه نوي اقدام کې د جمهوري ریاست د سقوط د درېیمې کلیزې په مناسبت د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل. سیمه ییزو سرچینو ویلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ د درېیمې کلیزې د لمانځنې په موخه د بګرام هوايي اډې شاوخوا د خلکو کورونه په پوځي اډه بدل کړي دي. يوه سيمه ييزه سرچينه وايي: وسله وال طالبان زموږ کورونو ته راغلل او موږ ته يې امر وکړ چې ژر تر ژره له خپلو کورونو ووځو. موږ باید په بیړه خپل کور پریږدو او د خپلو خپلوانو په کور کې پناه واخلو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10000
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10000
منتشر شده در ۱۸:۰۹ - اسد ۲۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email