طالبانو د بدخشان پوهنتون شپږ استادان له دندو ګوښه کړل

شش استاد دانشگاه بدخشان از سوی طالبان برکنار شدند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي شپږ استادان له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۲۰مه، دا استادان، چې لوړې اکاډمیک درجې او په پوهنتون کې له لسو کلونو څخه زیاته د تدریس تجربه یې درلوده، له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

که څه هم د طالبانو له خوا د دې پروفیسورانو د ګوښه کولو دقیق دلیل نه دی مشخص شوی، خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا اقدام د طالبانو له خوا ځکه شوی چې دوی “سلفي” عقیدې درلودې.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د سیم کارتونو د ویش بهیر پیل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه