طالبانو د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده

طالبانو د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی (نن یکشنبه د اسد ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګرۍ له مرستیال علیرضا بیګدالی او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سفیر بهادر امینیان سره په کابل کي کتنه او خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرینو لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د برابرولو په اړه بحث او کتنه وشوه.

په دې کتنه کې امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له حضور څخه د مننې ترڅنګ، په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرینو لپاره د ویزو د ورکړې د اسانتیا غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ: په سیمه ایزه کچه د اقتصادی یووالی او له ایران سره د تجارت د زیاتولو لپاره باید ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراخ شی او لګښتونه کم شی.

په کابل کې د ایران سفارت نن اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له طالب چارواکو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر کړی دی.

بیشتر بخوانید:  د سینټکام پخوانی قوماندان مکینزي: دا امکان شته چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته ستانه شي

په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: “د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ مرستیال علیرضا بیګدلي له افغان چارواکو سره د قونسلګرۍ د همکاریو، ایران ته د افغانانو د غیر قانوني سفرونو د قانوني کولو، د ګډو پولو د امنیت د تامین او د اربعین په جریان کې کربلا ته د سفر لپاره د غوښتونکو لپاره ویزې په اړه د خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x