طالبانو د اقتصاد وزارت: له روسیې څخه د تېلو د پېرلو تړون به ډېر ژر نهايي شي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند دغه خبر تایید کړ او زیاته یې کړه، چې د طالبانو رسمي پلاوی له روسیې څخه د غنمو او سون توکو د پېرلو د تړون د نهايي کولو په موخه مسکو ته تللی وو.

حبيب الرحمن حبيب وويل، چې د تړون له بشپړېدو وروسته به يې په اړه نور جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.

د طالبانو یوې سرچینې دغه خبري اژانس ته ویلي چې د اګست په میاشت کې وروسته له هغې چې د طالبانو رسمي پلاوي مسکو ته سفر وکړ، د طالبانو د اقتصاد او مالیې وزارتونو کارپوهان په مسکو کې پاتې شول چې له خپلو روسي سیالانو سره پر قراردادونو کار وکړي.

هغه وويل: موږ د تړون پر متن کار کوو. موږ د ډیزلو او پټرول د پیرودلو په اړه نږدې موافقې ته رسیدلي یو.

که دا تړون لاسلیک شي، روسیه به لومړنی هېواد وي چې د طالبانو له حکومت سره له رسمیت پیژندنه پرته سوداګري پیلوي.

روسیه د امنیت شورا د نورو غړو په څېر طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني. د افغانستان بانکي سیستم د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، چې له امله یې له بهر څخه افغان بانکونو ته د پیسو د انتقال مخه نیول شوې ده.

بیشتر بخوانید:  ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحې له تړون د ځینې مادې څخه سرغړونه کړې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x