د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴، ۲۰۲۵) راپور ورکړ چې په لغمان ولایت کې د رسنیو محدودیتونو په لګولو سره، طالبانو د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې په غږیزو او بصري رسنیو کې د ژوندۍ خپرونو خپرول منع کړي دي.
دا محدودیت، چې د امر بالمعروف او د نهي عنالمنکر د قانون پر بنسټ پلي کیږي، په دې وروستیو کې په لغمان ولایت کې پلي شو، چې د خبریالانو او رسنیو فعالینو ترمنځ یې جدي اندیښنې راپورته کړې.