طالبانو د افغانستان لپاره د درملو برابرولو په برخه کې د هند مننه وکړه

نور جلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، ویلي چې د پاکستان سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته افغانستان د درملو له کمښت سره مخ سوی دی. هغه زیاته کړې چې هند د افغانستان د درملیزې تکیې په کمولو کې مهم رول لوبولی او بدیلې لارې یې برابرې کړې دي.
طالبانو د افغانستان لپاره د درملو برابرولو په برخه کې د هند مننه وکړه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ومنله چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د خرابېدو وروسته، هېواد د درملو د تدارک په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ سوی دی.

جلالي په هغه مرکه کې چې د هند له خبري اژانس «ویون» (WION) سره یې کړې او د یکشنبې په ورځ خپره سوې، وویل: «افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی. زموږ بازار د څو هېوادونو تر کنټرول لاندې وو، خو پاکستان پکښې لویه ونډه درلودله. د اړیکو له خرابېدو سره موږ د درملو له کمښت سره مخ سوو، خو هند موږ سره مرسته وکړه څو بدیلې لارې ومومو او پر یوه بازار خپله تکیه کمه کړو.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه چې د طالبانو اداره به د درملو، طبي تجهیزاتو او د روغتیايي کادر د روزنې په برخه کې نور پر یوه هېواد تکیه ونه کړي، او هند یې د درملو او طبي تجهیزاتو د واردولو له مهمو هېوادونو څخه وباله.

جلالي همدارنګه وویل چې د افغان ناروغانو لپاره د هند د درملنې ویزه «حیاتي ارزښت» لري، او نوې ډهلی ته د هغه سفر د درملو د وارداتو د زیاتوالي او د افغان ناروغانو لپاره د درملنې د ویزو د اسانتیا په موخه ترسره سوی دی.

هند په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په تېرو څو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ د درملنې ویزې افغان غوښتونکو ته ورکړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x