طالبانو د افغانستان د فعال غړیتوب غوښتنه په شانګهای سازمان کې وکړه

د طالبانو سفیر په مسکو کې ویلي دي چې افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان کې د ناظر غړيتوب سربېره، غواړي په دې سیمه‌ییز سازمان کې فعاله ونډه ولري او په غونډو کې مؤثره برخه ولوبوي.
طالبانو د افغانستان د فعال غړیتوب غوښتنه په شانګهای سازمان کې وکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ گل حسن، د طالبانو سفیر په مسکو کې، د افغانستان د فعالې ونډې  غوښتنه په شانګهای سازمان کې وکړه.

د تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ ، د دلو په ۱۳ نیټه ، د گل حسن له قوله راپور ورکړ چې افغانستان اوس مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ناظر غړي په توګه برخه اخلي، خو علاقه‌مند دی چې په دې سیمه‌ییز سازمان کې فعاله ونډه ولوبوي.

هغه څرګنده کړي چې هیله لري د طالبانو استازی راتلونکو غونډو ته ور وبلل سي.

د طالبانو سفیر په مسکو کې ټینګار وکړ چې افغانستان د روسیې او چین د همکاریو په مرسته کولای سي د شانګهای  همکارۍ سازمان بشپړ او فعال غړي وګرځي .

هغه همداراز په راتلونکو غونډو کې د افغانستان د ګډون غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، دغه ډله د شانګهای همکارۍ سازمان رسمي غونډو ته نه ده وربلل سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x