د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د سه شنبې په ماښام (د ثور ۴مه) په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره وکتل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې کتنه کې قلندر عباد وویل چې دغه وزارت د راستنیدونکو کډوالو د روغتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دوامدارې همکارۍ له امله د کډوالو د راستنېدو په برخه کې مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان پر مرستو ټینګار وکړ.

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8354
- کې خپور شو 3:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8354
- April 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8354
- کې خپور شو 3:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8354
- April 24, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:10 - April 24, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



