طالبانو اعلان کړی، چې د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو کاري ساعتونه د افغانستان پر وخت د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۱۲ بجو پورې غځول شوي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات د ګمرک مسوولینو د شنبې په ورځ د جدي په ۱۶مه وویل چې دا اقدام یې له ایراني چارواکو سره د دغې ډلې له هوکړې وروسته کړی دی. د دغه هوکړه لیک له مخې به له نن څخه په دغو دریو بندرونو کې ګمرکي خدمات په دوامداره توګه او پرته له کوم خنډه وړاندې کیږي. ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

- 54
- کې خپور شو 4:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 7344
- January 7, 2024
- کې خپور شو 4:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 7344
- January 7, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:30 - January 7, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7344
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



