طالبانو د اسراییلو له خوا د سومالي‌لینډ په رسمیت پېژندنه وغندله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسراییلي رژیم وروستی اقدام، چې د سومالیا د ځانمختاره سیمې په وړاندي چي د “سومالی‌لینډ” تر نامه لاندې ترسره سوی، هېڅ ډول سیاسي او حقوقي مشروعیت نه‌لري.
طالبانو د اسراییلو له خوا د سومالي‌لینډ په رسمیت پېژندنه وغندله

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د اسراییلي رژیم له‌خوا د «سومالی‌لینډ» خودمختاره سیمې په رسميت پېژندنه په کلکه غندلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي دي چې دغه اقدام د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د سومالیا د ملي حاکمیت خلاف کړنه ده ، او دا کار کولای سي د سیمې ثبات او امنیت په جدي ډول کمزوری کړي.

عبدالقهار بلخي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د یکشنبې په ورځ، د جدی میاشتې په ۷مه نیټه ، په یو پیغام کې ویلي دي چې د اسراییلي رژیم دغه پرېکړه «د نړیوالو قوانینو خلاف» او «د یوه اسلامي هېواد د وېشلو په موخه» ترسره سوې ده.

«سومالي‌لینډ» د سومالیا په شمال‌لویدیځ کې یوه سیمه ده چې په ۱۹۹۱ کال کې یې د خپلواکۍ اعلان وکړ، خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد په رسمي ډول د دې سیمې خپلواکي په رسمیت نه وه پېژندلې. د جمعې په ورځ اسراییلي رژیم لومړنی هیواد وو چې سومالي‌لینډ یې د خپلواک هېواد په توګه وپېژنده.

دې اقدام ته په غبرګون کې، د ترکیې، مصر، جیبوتي او سومالیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم ورته دریځ نیولی او دا کړنه یې غندلی ده . دغو هېوادونو خبرداری ورکړی دی چې دا ډول پرېکړې کولای سي د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوال نظام لپاره خطرناکې پایلې ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x