طالبانو ته د شهباز شریف خبرداری: یا د پاکستان سره اړیکې یا د ترهګرو ملاتړ!

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د دې هیواد د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې باید د ترهګرو ملاتړ او یا د پاکستان سره د اړیکو ساتلو ترمنځ یوه لاره وټاکي. هغه ټینګار وکړ چې اسلام‌آباد به د ترهګرۍ پر وړاندې په سخت او قاطع ډول مبارزه وکړي.
به گزارش خبرگزاری معمار،

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، شهباز شریف د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بنو سیمه کې د وروستیو بریدونو د ټپیانو د لیدنې پر مهال د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې باید د ترهګرو ملاتړ او یا د پاکستان سره د اړیکو ساتلو ترمنځ یوه لاره وټاکي. هغه څرګنده کړه «که کابل د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، اسلام‌آباد به له افغانستان سره هیڅ ډول اړیکې ونه لري.»

شریف په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د ځینو افغان اتباعو لاس درلودلو ته په اشارې سره وویل د غیرقانوني افغانانو اخراج اړین دی او زیاته یې کړه: « موږ اجازه نسو ورکولای چې د ګاونډی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول سی.»

شهباز شریف همدارنګه څرګنده کړه چې هیواد به یې د ترهګرۍ پر وړاندې «په سخت چلند» مقابله وکړي او د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړلو لپاره به ټول توان وکاروي.

هغه مخکې هم طالبانو باندې تور پورې کړی و چې د پاکستان طالبانو (TTP) په څیر ډلو ته پناه ورکوي، چې طالبانو دغه تور رد کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه