طالبانو تر اوسه د حوت میاشتې د دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي

طالبانو تر اوسه د حوت میاشتې د دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ باخبره سرچینې وايي چې طالبانو تر اوسه د ۱۴۰۳ کال د حوت میاشتې لپاره د خپلې ډلې تر ادارې لاندې دولتي کارمندانو ته معاشونه نه دي ورکړي.

د طالبانو د ادارې پر مهال د حکومتي کارمندانو په وینا، په وخت د معاشونو نه ورکول د خلکو لپاره ډېرې اقتصادي ستونزې رامینځته کړې دي.

حکومتي کارمندانو ټینګار وکړ چې طالبان د خلکو اقتصادي ستونزو ته پام نه کوي او داسې ښکاري چې د معاشونو د ورکړې پروسه په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده.

د یادونې وړ ده چې سرچینو مخکې ویلي وو چې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده د طالبانو بانکي حسابونو او عوایدو حسابونو ته د تادیاتو اجرا د مالیې وزارت څخه اخیستې او خپل دفتر ته یې انتقال کړي ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه