د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو په دوحه کې د خبرو اترو وروسته د «سمدستي اوربند او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو میکانیزمونو» پر سر موافقه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې دا خبرې د قطر او ترکیې د حکومتونو په منځګړیتوب ترسره سوې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو له لارې د اوربند د دوام، د تطبیق د څرنګوالي او د باور جوړونې د میکانیزمونو ارزونه او پیاوړتیا وکړي،
څو د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات د ټینګښت لامل سي. دغه وزارت هیله څرګنده کړې چې دا مهم ګام به د «دواړو ورونو هېوادونو» ترمنځ د پولو کړکېچ ته د پای ټکی اېږدي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره یو قوي بنسټ اېږدي.
د طالبانو او پاکستان پلاوي له یوې اونۍ کړکېچ او جګړو وروسته پرون قطر ته ورسېدل او بالاخره د اوربند پر تړون سره سلا سول. دا موافقه په داسې حال کې وسوه چې د جمعې په شپه د پاکستاني پوځ لخوا د افغانستان د پکتیکا ولایت ځینې برخې بمبار سوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي.