طالبانو او هند د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د سوداګریزو استازو د ټاکلو پر سر توافق وکړ

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې کابل او ‌نوي ډهلې په خپلو سفارتونو کې د سوداګریزو استازو د ټاکلو پر سر توافق کړی دی.
طالبانو او هند د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د سوداګریزو استازو د ټاکلو پر سر توافق وکړ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې، د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی، د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر د هند دولت د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره وکتل او خبرې یې وکړې. دواړو خواوو په دې لیدنه کې توافق وکړ چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به د یو بل په سفارتونو کې ځانګړي سوداګریز استازی وټاکي.

د دواړو هېوادونو د چارواکو په وینا، دا اقدام د سوداګرۍ د آسانتیا، د پانګونې د زیاتوالي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اقتصادي تعامل د لوړولو په موخه ترسره سوی دی. اوس مهال د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت تر یو میلیارد ډالرو زیات راپور سوی، او دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې د سوداګریزو استازو د ټاکلو له لارې به په راتلونکي کې د دې ارزښت د زیاتوالي زمینه برابره سي. دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره سوې چې هندوستان په وروستیو میاشتو کې د اقتصادي او بشري مرستو په برخه کې د افغانستان سره د اړیکو د ساتلو لپاره اقدامات کړي او په روغتیایې، زده‌کړو او پراختیا کې یې مرستې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x