د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورالدین عزیزی، د دې وزارت وزیر، د ترکیې د سفر پر مهال د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر، عمر پولات، سره لیدلي او د لیدنې اصلي تمرکز د کابل او انقرې تر منځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ د حجم لوړول وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې عزیزي په دې لیدنه کې له ترکی شرکتونو غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی چې د فعالیت زمینه ورته برابره ده. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه کړې ده. ټاکل سوې چې د دې ګډې ډلې لومړۍ ناسته په نږدې راتلونکي کې ترسره سي. دغه لیدنه د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس په څنډه کې سوې چې افغانستان هم پکې ګډون لري. طالبان هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره نوي لارې پرانیزي.



