طالبانو اندونیزیا ته خپل نوی سفیر معرفي کړ

طالبان نماینده رسمی خود را برای اندونزی معرفی کرد

طالبانو د اندونیزیا لپاره د خپل نوي سفیر په توګه سعدالله بلوچ، چې یو لوړ پوړی دیپلومات دی، ټاکلی دی.

بلوچ، چې پخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدي چارو مسؤل و، په جاکارتا کې خپل رسمي فعالیتونه پیل کړي دي.

دا ټاکنه د طالبانو د هغو هڅو په چوکاټ کې وشوه چې غواړي له اسلامي هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مخکې، په ۱۴۰۲ کال کې، د طالبانو یوه پلاوي د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال په مشرۍ اندونیزیا ته سفر کړی و، خو اندونیزیايی چارواکو ټینګار وکړ چې دا سفرونه د طالبانو د رسمي پیژندلو معنی نه لري.

اوس، د نوي سفیر د ټاکل کیدو سره سره، د بلوچ د باورلیکونو د منلو په اړه د اندونیزیا دریځ لاهم روښانه نه دی.

بیشتر بخوانید:  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د هیرمند د اوبو د حقونو په اړه له افغان لوري سره لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي یو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه