ضیا سراج: سراج الدین حقاني د کودتا په لټه کې وو

ضیا سراج: سراج‌الدین حقانی در پی کودتا بود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس احمد ضیا سراج په خپلو وروستیو څرګندونو کې څرګنده کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دې ډلې د مشر پر وړاندې د کودتا پلان درلود.

د ضیا سراج په وینا، دا اختلافات هغه وخت زیات شول کله چې ځینې طالب قوماندانان د هیبت الله له سختو پالیسیو څخه ناراضه شول او په مشرتابه کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.

سراج ادعا کوي چې د دې ګواښ له امله، هیبت الله د حقاني او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب واکونه محدود کړي دي او په کابل کې یې د مهمو ادارو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د دې پرمختګونو په غبرګون کې، سراج الدین حقاني د خپل ژوند د ساتنې لپاره په پاکستان او سرحدي سیمو کې پناه اخیستې ده.

بیشتر بخوانید:  د یوناما استازی: موږ د افغان حکومت او نړۍ ترمنځ د تفاهم د رامنځته کولو لپاره کار کوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه