د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، اعلان کړی چې دا هېواد اوس مهال د افغان کډوالو کارګرانو د پراخ استخدام توان نه لري. کابلوف د دوشنبې په ورځ (د جدی اتمه) د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» ته ویلي چې د دوهاړخیزو کنټرولي میکانېزمونو نشتوالی د دې خطر زیاتوي چې افراطي کسان د کارګرانو په منځ کې ورننوزي.
کابلوف ویلي دي: «دا مهال د دې بهیر د کنټرول لپاره هېڅ اغېزمن میکانېزم او یا تضمین نسته، او دا خطر سته چې افراطي عناصر د کارګرانو په منځ کې نفوذ وکړي.»
هغه د راتلونکې لپاره د افغان کاري ځواک د استخدام په اړه وویل: «موږ فلټر، قوانین او روښانه چوکاټونو ته اړتیا لرو. موږ نه سو کولای د هېواد دروازې په بشپړه توګه پرانیزو. قانون اجازه نه راکوي چې اقتصاد د یوې لویې ډلې خلکو په واک کې ورکړو، په داسې حال کې چې ډاډه نه یو چې هغوی کنټرولولی سو.»
د روسیې ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې که له افغانستانه د کډوالۍ بهیر په سمه توګه مدیریت او څارنه ونه سي، نو ښايي «بېلابېل عناصر، د تخریبي عناصرو په ګډون» پکې شامل سي.
هغه زیاته کړې ده: «په راتلونکي کې ښايي دا امکان برابر سي، خو هر څه باید ساده، تنظیم او تر څارنې لاندې وي. دا مهال داسې کوم لیدلوری نسته.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې وړاندې روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږلو د یوه طرحې د وړاندې کولو خبر ورکړی وو. همدارنګه، په مسکو کې د طالبانو سفیر حسنګل ویلي وو چې د طالبانو اداره له روسي چارواکو سره، په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د افغان کارګرانو د استخدام په اړه خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ کومه مشخصه هوکړه نه ده سوې.



