ضمیر کابلوف: تاجکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د طالبانو د حضور یوازینی خنډ دی

ضمیر کابلوف: تاجکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د طالبانو د حضور یوازینی خنډ دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ چې تاجکستان یوازینی هېواد دی چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د طالبانو له حضور سره مخالفت کوي. د کابلوف په وینا، د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړه شوې وه، اکثرو ګډونوالو غوښتل چې د شانګهای – افغانستان د همکارۍ ډلې فعالیتونه بیا پیل کړي، خو تاجکستان له دې موضوع سره مخالفت وکړ. دغه روسي ديپلومات هيله څرګنده کړه چې دوشنبه به ډېر ژر د افغانستان په اړه په خپل دريځ کې بيا کتنه وکړي. د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د طالبانو له حضور سره د تاجکستان مخالفت هغه موضوع وه چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې پرې بحث وشو.

بیشتر بخوانید:  ایران له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره خپل دریځونه عمان ته وسپارل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x