صهیونیسټانو په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ حمله وکړه

صهیونیسټانو په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ حمله وکړه

په دمشق باندې دصهیونیسټ رژیم له حملې وروسته د خپرو شویو راپورونو او انځورونو له مخې د ایران داسلامی جمهوریت سفارت ته څیرمه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د معمار پرس د خبر له مخې؛ خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې صهیونیسټ رژیم په دمشق کښې د ایران سفارت ته نږدې ودانۍ په هوایی حملو سره په نښه کړه‌. د راپورونو له مخې په دمشق کې د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري او د هغه کورنۍ ته په دغه برید کې زیان نه دی اوښتی. د العالم د خبريال د رپوټ له مخې په دغه بريد کښې شپږ تنه شهيدان شول. المیادین خبر ورکړی، چې په سوریه کې د ایران د نظامی ځواکونو یو قوماندان او سلاکار محمد رضا زاهدی هم په شهیدانو کې شامل دی. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر سوریې د نیواکګر رژیم دویم هوايي برید دی. په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ د صهیونیسټانو حمله – خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې صهیونیسټ رژیم په دمشق کښې د ایران سفارت ته نزدې ودانۍ په هوایی حملو سره په نښه کړه.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x