صحرا کریمي: طالبان د هنر او آزادۍ دښمنان دي

صحرا کریمي، سینمايي هنرمنده او د «افغان فلم» پخوانۍ مشره ، وايي چې طالبان د آزادۍ او هنر سره جوړجاړي نه لري، او زیاته کړې يي ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې هنرمندان د چوپتیا او ځان-سانسورۍ په لور بیولي دي.
صحرا کریمي: طالبان د هنر او آزادۍ دښمنان دي

صحرا کریمي، سینمايي هنرمنده  او د «افغان فلم» پخوانۍ مشره ، وايي چې طالبان د آزادۍ او هنر سره جوړجاړي نه لري، او زیاته کړې يي ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې هنرمندان د چوپتیا او ځان-سانسورۍ په لور بیولي دي.

هغې ټینګار وکړ چې هنر کولای سي په جلا وطني کې یا په پټه توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي، او د هېواد دننه او بهر د هنرمندانو همکاري د دې دورې د ثبت او روایت لپاره حیاتي ارزښت لري.

اغلي کریمي زیاته کړه  چې موسیقي، سینما او نور هنري څانګې د ازادۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري او کولای سي عامه فکر د طالبانو پر وړاندې جوړ کړي. د هغې په باور، طالبان ښه پوهیږي چې هنر د دوی د ایډیالوژۍ لپاره یوه ګواښ دی، له همدې امله د سینما او موسیقۍ پر وړاندې سخت چلند لري.

هغې زیاته کړه چې هنرمندان په افغانستان کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او په عملي توګه د هنري آثارو تولید او نندارې امکان نه لري. د هغې په وینا، هنر په افغانستان کې سقوط کړی او د سانسور تر سیوري لاندې دی، او هغه اثر چې په آزاده توګه د هېواد په دننه تولید سوی وي، په سختۍ موندل کېږي.

دې هنرمندې همدارنګه خبرداری ورکړ چې روان فشارونه او محدودیتونه پر هنرمندانو د افغانستان په ټولنه ژورې خطرناکې پایلې لرلای سي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې له بیا واک ته رسېدو وروسته، موسیقي او فلمونه منع اعلان کړل. په یوه تازه پیښه کې، د امر به معروف ریاست په پروان کې د شاوخوا ۵۰۰ موسیقۍ وسایل وسوځول او په هممهاله توګه د لغمان چارواکو هم شاوخوا ۱۰۰ نور وسایل سوځولې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x