صادق خان: د کابل-اسلام آباد ګډه کمېټه د اختلافاتو د حل او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا په لور یو ګام دی

صادق خان: کمیته‌ مشترک کابل و اسلام‌آباد گامی در مسیر حل اختلافات و تقویت درک متقابل است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) اوومه غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۵ میاشتو وقفې وروسته ترسره شوه، چې موخه یې د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ممکنه شخړو د حل په اړه بحث کول او د دواړو غاړو د اوسیدونکو لپاره د اسانتیاوو رامینځته کول وو.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی و، په ایکس شبکې کې ویلي چې دا ډول میکانیزمونه د اختلافاتو د حل، د متقابل تفاهم د لوړولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د شکونو د له منځه وړلو لپاره اړین دي.

هغه دا کمیټه د حساسو او ستراتیژیکو مسلو د حل لپاره یو مهم پلیټ فارم وباله.

محمد صادق خان په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې د داسې غونډو ترسره کول کولای شي د غلط فهمۍ کمولو او دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دا غونډه، چې په دوره یي ډول په کابل او اسلام آباد کې ترسره کیږي، د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره یو فرصت برابروي.

بیشتر بخوانید:  ملاله یوسفزۍ د مسلمانو مشرانو څخه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه