د افغان مهاجرو غوره ښځو درناوی لپاره درېیمه غونډه «شکوه ریحانه» د ایران میشتو افغان مهاجرو ښځو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د ستاینې په موخه د مشهد مقدس د تربیت تالار کې د افغان مهاجرو میرمنو په پراخ ګډون سره ترسره سوه.
د «شکوه ریحانه» درېیمه غونډه د افغان مهاجرو غوره ښځو درناوی لپاره د سه شنبې په ماښام، ۱۸ د قوس، د مشهد مقدس د تربیت تالار کې د افغان مهاجرو ښځو په پراخ ګډون سره جوړه سوه.
دغه غونډه د افغان مهاجرو ښځو د افتخاراتو او فعالیتونو د ستاینې لپاره د ایران د افغان کلتوري-ټولنیز بنیاد په هڅو ترسره سوه.
حجتالاسلام سید جواد وحیدی، د ایران مېشتو افغانانو د کلتوري-ټولنیز بنیاد مسؤل، د غونډې اهداف تشریح کړل او دا غونډه د پیاوړو ښځو د درناوي یوه نښه وبلله.
وحیدی وویل، بنیاد سږکال یې د فعالو ښځو له کاری سابقې او ګډون غوښتنې له لارې هڅه کړې چې د افغان ښځو پیاوړتیا په غوره ډول وښيي چې د ټولنې ښځې سره له دوامداره محدودیتونو هم د ټولنیزو او بشري برخو په اغېز کې برخه اخیستلی سي.
هغه د خبرو په بلې برخې کې د ښځې مقام د اسلام له نظره بیان کړ او ټینګار یې وکړ چې اسلام انساني هویت د جنسیت له مخې نه جلا کوي.
وحیدی د ښځو رول په تاریخ کې یادونه وکړه او وویل چې اسلام په یوه داسې ټولنه کې را څرګند سو چې د ښځو دښمنه وه او پیغمبر (ص) د خپل سلوک او تعلیماتو له لارې د ښځې مقام بیا احیا کړ.
هغه د تاریخي بېلګو په یادولو سره لکه د پیغمبر درناوی حضرت فاطمه(س) ته او د پیغمبر نسل د هغې له لارې، ټینګار وکړ چې اسلامي نمونه د ښځې لپاره لوړ مقام لري.
د ایران مېشتو افغانانو د کلتوري-ټولنیز بنیاد مسؤل په ادامه کې د ښځو د رول د ضعیفوالی لپاره د دښمن د فرهنګي هڅو په اړه خبرداری ورکړ او ښځې یې د ټولنې فعاله برخه وبلله او د کورنۍ د ساتنې اهمیت یې یاد کړ.
ډاکټره مژگان رضایي،د ایران میشتو افغانانو د کلتوری ټولنیز بنیاد د ښځو د کمیټې مشره، د «شکوه ریحانه» درېیمې دورې د اهدافو او بهیر تشریح وکړه.
هغې وویل، دا غونډه چې د حضرت فاطمه(س) د ولادت کالیزې سره همغږي سوې، په لومړي ځل په مشهد کې د ۱۴۰۲ کال په پیل کې، بیا په تهران او قم کې د دویمې دورې پر مهال پراخه سوې، او سږکال د ټول هېواد د افغان مهاجرینو د استوګنې سیمو ته د ګډون غوښتنې له لارې وده کړې ده.
رضایي د «شکوه ریحانه» مفهوم د متعهدې مسلمانې ښځې نښه بلله او ټینګار یې وکړ چې دا نوم د مینې سره د استقامت، نرمۍ سره د مقاومت او نجابت سره د زړورتیا ترکیب څرګندوي.
هغې د مهاجرو ښځو هڅو ته درناوی وکړ او وویل چې افغان ښځې د ژوند ستونزو سره سره، په علمي، کلتوري، سپورتي او هنري برخو کې فعاله پاتې سوې دي.
د ښځو کمیټې مشرې د کورنۍ د ودې په برخه کې د کمیټې د ښوونې او ارزونې فعالیتونو یادونه وکړه او د فرهنګي او تعلیمي مرکزونو د همکارۍ مننه وکړه.
د مراسمو په پای کې، شعر لوستل، مولوديویل او سرودونه د جشن فضا نوره هم روښانه کړه او معنوي او خوښ فضا یې رامنځته کړه.
په دوام کې، له یو شمېر غوره مهاجرو ښځو چې په علمي، کلتوري، هنري او ټولنیزو برخو کې فعالیت درلود، قدرداني وسوه.
په دې قدردانۍ کې مریم افضلي (د شهید مور او میرمن)، مومنه حلیمي (حافظ قرآن)، شکیلا عالمی (هنرمند)، فاطمه سجادي (فعال کلتوري)، ماهگل نظری (مبلغ دینی)، ډاکټره ناهید حسني (جهادي ډاکټره)، ریحانه بیانی (لیکواله)، فاطمهسادات جوادي (رسنۍ فعاله)، سارا صادقي (څېړونکې)، نرگس واعظي (ورزشکاره) او مهدیه احساني (ممتاز محصل) شاملې وې.
دغه پېژندنه او ستاینه د مراسمو پای د افغان مهاجرو ښځو د هڅو او لاسته راوړنو په قدردانۍ بدل کړه او وښودله چې د افغان ښځو فعالیت او رول په بېلابېلو برخو کې ورځ تر بلې زیات ارزښت پیدا کوي.



