د آزادۍ نړیوال کانګرس په یوه خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي چې د میرمن بارکزۍ ټاکنه د دې بنسټ ژمنتیا ښيي ترڅو په رهبرۍ کې پراخ ګډون او د ښځو رول د آزادۍ، برابري او انساني کرامت په لاره کې پیاوړی کړي.
میرمن بارکزۍ په خپل پیغام کې د کانګرس غړو ته ویلي: «موږ ټول د آزادۍ، برابري او عدالت لپاره یو ځای ولاړ یو؛ پیاوړي، متحد او د نړیوال بدلون ژمن یو.»
د «آزادۍ نړیوال کانګرس» دویمه غونډه پرون په برلین کې د ۶۰ هېوادونو د استازو په ګډون ترسره سوه. دغه درې ورځنۍ غونډه د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د مبارزې ستراتیژیو، د سیاسي بندیانو د وضعیت څېړنې او د مدني مقاومت د خوځښتونو د پیاوړتیا پر محور تمرکز درلود.
شکریه بارکزۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او مدني آزادۍ په برخه کې یوه پېژندل سوې او فعاله څېره ده او په استبداد سره مبارزه او د دموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې په لاره کې یې مهم رول لوبولی دی.




