معمار خبری آژانس د راپور له مخې، شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (۲۱ د عقرب) د پاکستان د اساسي قانون ۲۷م تعدیل تصویبولو وروسته په پارلمان کې وویل چې د طالبانو او هند اړیکې د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي سبب سوي دي. هغه طالبان او د هند حکومت د اسلام آباد او د وزیرستان جنوبي ولسوالۍ په وروستیو بریدونو کې په لاس درلودلو تورن کړل او ژمنه یې وکړه چې دې اقداماتو ته به “وړ ځواب” ورکړل سي.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د طالبانو او هند اړیکې د دې هېواد په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول اسلام آباد او وزیرستان جنوبي کې د وروستیو بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل دی. شهباز شریف په دې غونډه کې وویل: «نور له چا پټ نه دي چې د پاکستان بریدونو کې بهرنی لاس د لیدلو وړ دی او د هند او طالبانو اړیکې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي لامل دي.»
هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې د حکومت لخوا به دې ګواښونو ته مناسب ځواب ورکړل سي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ کړکېچ په تېرو څو اوونیو کې زیات سوی، او د پاکستان حکومت څو ځله طالبان د پاکستانې طالبانو غورځنګ غړو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.



