د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، شهباز شریف د سهشنبې په ورځ (۲۰ عقرب) په اسلامآباد کې وویل، اسلامآباد په وروستۍ جګړه کې طالبانو ته قاطع ځواب ورکړی او د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه د پاکستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ جوړوي.
هغه د نن ورځې په یوه غونډه کې، چې د څو هیوادونو استازو هم پکښې حاضر وو، ادعا وکړه چې په افغانستان کې داسې نیمهپوځي ډلې فعالیت کوي چې د پاکستان او سیمې امنیت ته خطر پېښوي.
شریف زیاته کړه چې ارامه افغانستان د سیمهییزو اړیکو او پرمختګ لپاره کِلی ده او پاکستان د ګاونډي هېوادونو په منځ کې د سولې ټینګښت لپاره «سخته هڅه» کړې ده. د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د اسلامآباد اقدامات، طالبانو او نورو سیمهییزو ډلو ته واضح پیغام رسولی دی.



