د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، شاه محمود میاخېل د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې لیکلي چې دا تړون هېڅ ځای نه ښيي چې پاکستان د افغانستان خاوره، په ځانګړې توګه کابل او نور ولایتونه، بمبار کړي او دا ډول تیریو ته باید اشاره سوې وای او د تکرار مخنیوی یې سوی وای.
میاخېل ویلي: «د قضیې تر ټولو بده برخه دا ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف سمدستي اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې تروریزم به له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو مخه ونیسي؛ په داسې حال کې چې په دې جګړه کې افغانان وژل سوي او ټپیان سوي، خو په تړون کې د ملکي تلفاتو هېڅ یادونه نه ده سوې.»
د ده په وینا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل سوي چې باید د افغانستان او پاکستان په پولو کې له تاوتریخوالي ډډه وسي، خو «دپولې کلمې پر ځای، باید د ډیورند پر کرښه ټینګار سوی وای». دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان د خبرو لومړی پړاو پرون په دوحه کې پای ته ورسېد او د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو لورو د «سمدستي اوربند» تړون لاسلیک کړی دی.
د دې تړون له مخې، دواړه لورې ژمن سوه چې له نظامي نښتو او تاوتریخوالي ډډه وکړي او د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې تخنیکي کمېټې جوړې کړي.