سیګار: طالبان دولتي ښوونځي په دیني مدرسو بدلوي

سیګار: طالبان دولتي ښوونځي په دیني مدرسو بدلوي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ سیګار زیاته کړې، چې طالبانو د روان کال په جوزا کې په کونړ، خوست، پکتیا او کندهار ولایتونو کې یوه دارالمعلمین او درې منځني ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړل.

دغې ادارې همداراز اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا ادارې هغه پروژې او پروګرامونه بېرته پیل کړي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط وروسته بندې شوې وې.

سیګار په خپل راپور کې په افغانستان کې د رسنیو پراخ سانسور ته اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۱ سلنه رسنۍ تړل شوې وې او طالبانو اوس د رسنیو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې، چې له مخې یې هیڅ رسنۍ حق نه لري چې د طالبانو له اجازې پرته خبرونه خپاره کړي.

څرنګه چې طالبان ادعا کوي چې د کورنیو عوایدو په زیاتولو سره د عامه خدمتونو سکټور ته مالي سرچینې برابروي؛ خو سیګار ټینګار کړی، چې د متخصصینو په تېښته او د حکومت د بودیجې کموالي د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي بحران سره مخ کړی دی.

بیشتر بخوانید:  مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د شوې چاودنې د ټپيانو پوښتنې ته ورغی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x